ډېر لوستل شوي

د کابل مخور: اسلامي امارت د ولس له منځه راټوکېدلی نظام دی

ارګ په خپل رسمي اېکس لیکلي چې د ریاست‌الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس مولوي ذاکرالله ذاکر په دوو جلا ناستو کې د کابل ښار د ۲۲ ناحیو د ګذر له وکیلانو، علماوو او له یو شمېر ورزشکارانو سره کتلي دي.

د ناستې ګډونوالو اسلامي امارت د ولس له منځه راټوکېدلی نظام دی او د ولسونو د ستونزو ‏د حل له امله یې د چارواکو هڅې ستایلي دي. دوی ویلي چې د شته نظام د پایښت او ټیکاو لپاره به خپلې هڅې کوي.

مولوي ذاکر الله ذاکر د ښه راغلي ترڅنګ ویلي چې د نړۍ قدرتونو په تېرو څو لسیزو کې په ‏افغانستان یرغلونه کړي؛ خو ولس په خپلې مېړانې او قربانۍ سره، د هغوی پر ضد جهاد کړی او بریالي شوي دي. نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي چې د اسلامي امارت په واکمنۍ سره هېواد کې امن راغلی، اقتصادي پروژې ترلاس لاندې دي او د یوه خپلواک او پرمختللي افغانستان لپاره هڅې کیږي.

نوموړي ویلي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د عمومي عفوې فرمان په بشپړ ډول پلی کیږي. نوموړي له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو جبري ایستل د اندېښنې وړ وبلل او له ټولو شتمنو افغانانو یې وغوښتل چې ‏له راستنېدونکو هېوادوالو سره مرسته او همکاري وکړي.

یاده دې شي چې مولوي ذاکر الله ذاکر ورزشکارانو ته هم د شریعت او اسلامي اصولو په رڼا کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

اړوند خبرونه