د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د تېرو دوو کلونو په لړ کې د هېواد په ۸ ولايتونو کې د ۹۷ ميليونه افغانيو په لګښت د چکډيمونو ۶۴ بديلې پروژې بشپړې کړې دي.
د رياستالوزراء اقتصادي معاونيت وايي، په دې پروژو کې کرنيز کانالونه، د اوبو ذخيرې، سربندونه، استنادي ديوالونه او نورې پروژې شاملې وې.
د ياد معاونيت د خبر له مخې، د دې بديلو پروژو موخه خلکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرول، د کرنيزو ځمکو خړوبول او دغه راز له سېلابونو څخه د کورونو او کرنيزو ځمکو خوندي ساتل ښودل شوي دي. د يادونې وړ ده، چې يادو پروژو چارې د اسلامي امارت په مالي ملاتړ سره بشپړ شوې دي.