ډېر لوستل شوي

سمنګانو کې د ۸ ټولګټو پروژو پیل

د سمنګانو په نخچیر ولسوالۍ کې ددې ولسوالۍ د اوسېدونکو د هوساینې په پار د ۹ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۸ ټولګټو پروژو چارې پیل شوي دي.

په دې پروژو کې ۴ د پاکو اوبو، ۳ د چکډېمونو او یوه د اوبو د کانال پروژه شامله ده چې د اکټېډ موسسې په مالي همکارۍ پلې کیږي.

د سمنګانو ولایتي مسوولینو ویلي چې ددې پروژو په پلې کېدو سره به د ګڼو کلیو ستونزې هوارې شي.

یاده دې شي چې یوازې د اوبو اړوندې پروژې به د شاوخوا ۱۱ زرو کورنیو د اوبو ستونزه هواره کړي.

اړوند خبرونه