د هرات والي شيخ مولانا اسلامجار د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له استازو سره کتلي دي.
د ياد ولايت مقام د رسنيو دفتر وايي، په دې ليدنه کې د دې سازمان استازو خپلې کاري برنامې شريکې کړې او د کرنې په برخه کې د نويو پروژو د پلي کېدو او د لا ډېرو همکاریو پر زمينو خبرې کړې دي.
دغه راز ښاغلي اسلامجار د ياد سازمان د همکاريو پر پراخوالي ټينګار کړی او د سلما او پاشدان بندونو په حوزه کې د رسوب مخنيوی يوه جدي اړتيا بللې ده. د هرات والي ويلي، چې د دغو بندونو په شاوخوا کې د نيالګيو کېنول به د رسوباتو په کمولو، د چاپېريال په ساتنه او د اقليمي بدلونونو پر ضد مبارزه کې اغېزناک رول ولوبوي.