ډېر لوستل شوي

له کډوالو سره دې له توپیر پرته مرستې وشي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره د کډوالو په تړاو غږېدلی دی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې دې کتنه کې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو پر هواري، له پاکستان او ایران سره د درې اړخیزو ناستو، د کډوالۍ پر تلپاتې حل‌لارو او د اسانتیاوو په برابرولو خبرې شوي دي.

دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر زیاته کړې چې د کډوالۍ د یوې تلپاتې ستونزې هواری د ښارګوټو په ابادولو کې دی. نوموړي وړاندې ویلي چې په کډالو کې دې توپیر نه کیږ ياو ټولو سره دې وی ډول مرستې وشي.

یاده دې شي چې په دې وروستیو کې پاکستان په بېساري اقدام کې د افغانانو اېستنې ته مخه کړې ده.

اړوند خبرونه