د امريکا د متحده ايالتونو ځانګړي استازي سټيف ويټکاف د راتلونکې شنبې په ورځ له ايراني پلاوي سره په غونډه کې برخه اخېستل تائيد کړي دي.
نوموړي ويلي، چې واشنګټن به له ايران سره په غونډه کې برخه اخلي؛ خو په خبره يې چې دا مذاکرات نه دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، متحده ایالتونو ټینګار کړی چې ويټکاف به د غونډې په لړ کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه غوښتنې راپورته کړي او هیڅ ډول خبرې اترې به ونه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي په دې غونډه کې د ګډون لپاره د واشنګټن د ښه نيت تمه څرګنده کړې ده.