په غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهيونېست رژيم د بريدونو له امله لږ تر لږه ۶۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۲۱۳ نور ټپيان شوي دي.
د غزې د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، چې د دې رژيم د بریدونو له امله تر اوسه لږ تر لږه ۵۰ زره فلسطینیان شهيدان شوي دي؛ خو د غزې د حکومتي رسنیو دفتر دغه شمېر له ۶۱ زرو ډېر ښودلی.
په ورته مهال، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي، چې جبري بېځایه کول او د جګړې دوام له نړيوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.