د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي اړيکو عمومي رييس شفيع اعظم د ايران د بهرنيو چارو وزارت د همغږۍ د دفتر له عمومي رييس محمدرضا ناظري سره کتلي دي.
په کابل کې د ايران سفارت وايي، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو په تړاو خبرې شوې دي.
د ويلو ده، چې په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو د ښهوالي لپاره ګڼې ناستې شوې، چې موخه یې د اقتصادي همکاريو پراخول او د دواړو لوریو ترمنځ د باور فضا پیاوړې کول دي.