ډېر لوستل شوي

د افغانستان او ازبیکستان سوداګري ۲ میلیاردو ډالرو ته پورته کېدونکې ده

د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالكبير په كابل كې د ازبیكستان له سفير ايبېك عثمانوف سره کتلي دي.

دې کتنه کې ایبېک عثمانوف ویلي، چې اوسمهال د افغانستان او ازبیکستان تر منځ د سوداګرۍ کچه ١.١ ميليارده ډالرو ته رسېدلې او راتلونکی کال به دغه کچه دوه ميليارد ډلرو ته لوړه شي.

دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر د افغان – ټرانس او نورو اقتصادي پروژو په پلي كېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان غواړي له هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګريزو اړیكو د پراختيا له لارې د سيمې په ټیکاو او رغونه کې اغېزمنه ونډه واخلي.

ورته وخت کې سرپرست وزیر بیا د پاکستان له لوري د كډوالو پر جبري ایستنې نیوکه کړې او په وینا یې افغانان هغه هېواد کې له ستونزمن حالت سره مخ دي.

اړوند خبرونه