د رياستالوزراء اقتصادي معاونيت د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظهالله په مشرۍ د اقتصادي کمېسيون د ځانګړې غونډې د پرېکړو د تعقيب دويمه ناسته ترسره شوه.
ياد معاونيت وايي، چې په دې ناسته کې د اقتصادي کمېسیون له لوري د شویو دیارلسو پرېکړو د تطبیق په موخه اړوندو ادارو خپل راپورونه وړاندې کړي دي.
دغه راز په دې ناسته کې د خالصو امارتي ځمکو د اصولي وېش، ښاري پلان او بنسټیزو چارو د ترسره کولو، د غصب شویو ځمکو د استرداد او د شخصي ځمکو د ودانیزو چارو د اسانولو په اړه مهم ټکي تر بحث لاندې نيول شوي دي.
د خبر له مخې د چارو ادارې استازي محمد شریف بها ويلي، چې د ځمکو د سپارلو په اړه دوو ځانګړو کمېټو درې میاشتې پر یوه کړنلاره کار کړی، چې مسوده یې جوړه شوې او ډېر ژر به نهایي شي.
د رياستالوزراء اقتصادي معاونیت د دفتر له لوري سپارښتنه شوې، چې یاده مسوده دې په دوه ورځو کې له اقتصادي معاونیت سره شریکه شي.