د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور او مل پلاوي د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د شاهي کانال د پروژې د چارو له پرمختګ څخه ليدنه کړې ده.
ښاغلي منصور په خپله اېکس پاڼه کې د نوموړې پروژې د لومړۍ برخې د چارو لړۍ ښه بللې او ويلي يې دي، چې په ټوله کې کابو ۶ سلنه پرمخ تللې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په دغه لیدنه کې د چارو د چټکتیا پر اړتیا، د پروژې د غوره کیفیت او پر وخت باندې د چارو پر بشپړېدو ټينګار کړی دی. د ويلو ده، چې دغه پروژه د هېواد د اوبو مدیریت او د کرنې د پراختیا په برخه کې د اوبو او انرژي وزارت یو له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي.