د عدليې وزارت د ځمکو او له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي پلاويو په تېره يوه مياشت کې په هلمند، لوګر، باميان، جوزجان، پروان، دایکندي او کندهار ولايتونو کې څه باندې ۸۰ زره ۲۶۳ جريبه امارتي ځمکه له بررسۍ او تشخيص وروسته استرداد کړې او اړوندو ادارو ته يې سپارلې ده.
د ياد وزارت وياند قاري برکتالله رسولي په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې له دې جملې تر ټولو ډېره راګرځول شوې ځمکه په هلمند کې څه باندې ۵۰ زره او ۹۷۹ جريبه شامله ده.
د عدليې وزارت وياند دغه راز ويلي، چې د امارتي ځمکو د بررسۍ، تشخيص او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د غصب شویو زرګونو جریبو امارتي ځمکو دوسیې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د یاد کمېسیون د تخنیکي پلاوي تر بررسۍ لاندې دي. د اسلامي امارت له واکمنېدو راپدې خوا د غصب شویو امارتي ځمکو د بېرته ترلاسه کولو لپاره د عدليې وزارت تر چتر لاندې “د غصب د مخنیوي کمېسیون” جوړ شوی، چې موخه یې د هغو ځمکو تشخیص، تثبیت او استرداد دی، چې په غيرقاوني توګه اشخاصو، افرادو یا ادارو نیولي دي.