د ماليې وزارت د پاليسۍ مرستيال انجنير سلطان محمد زبير د ايران د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همغږۍ دفتر له عمومي رييس محمد رضا نظري او مل پلاوي سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګمرکي برخو کې د دوه اړخيزو اقتصادي همکاريو پر لا پياوړتيا او د اقتصادي کمېسيون د وروستيو هوکړو د پلي کولو پر موضوعاتو خبرې شوې دي.
د ويلو ده، چې دواړه لوري د ګډو اقتصادي همکاريو د لا پراختيا په برخه کې د يو لړ مهمو ګامونو د پورته کولو په موخه وروستۍ هوکړې ته رسېدلي دي.