ډېر لوستل شوي

د کندهار کنټرول شوې چاودنه د زړو مهماتو له امله رامنځته شوې

د کندهار امنيه قومانداني د يوې کنټرول شوې چاودنې په تړاو پخلی کړی دی.

د يادې قومانداني په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه چاودنه د زړو او له کاره لوېدلي مهماتو له امله رامنځته شوې ده.

مسوولينو په ياده پېښه کې د تلفاتو او زیانونو په تړاو څه نه دي ويلي. د ويلو ده، چې امنیتي ځواکونو تر دې وړاندې هم دا ډول کنټرول شوې چاودنې له کاره لوېدلي او راټول شويو مهماتو له منځه وړلو په پار کړي دي.

اړوند خبرونه