ډېر لوستل شوي

لوړپوړی افغان پلاوی تورخم ته تللی

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال او ورته وخت کې د افغان کډوالو د راستنېدنې د عالي کمېسیون د مشر مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو پلاوی تورخم ته تللی او هلته یې د راستنېدونکو هېوادوالو ستونزې اورېدلي دي.

مولوي عبدالسلام حنفي راستنېدونکو هېوادوالو ته د هرکلي ويلو ترڅنګ ویلي: د افغانستان اسلامي امارت د مسوول دولت په توګه ژمن دی، چې هر افغان وګړي په ځانګړي توګه نويو راستنېدونکو هېوادوالو ته د ژوند د اسانتياوو په رامنځته کولو کې کوټلي ګامونه پورته کړي او په لنډمهالي او اوږدمهالي ډول ورته کاروبار، سرپنا، روغتیایي اسانتیاوې او نور چوپړونه چمتو کړي.

ورته وخت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولینو راستنېدونکو هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې ټول امکانات به پر کار اچوي او راستنېدونکو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابروي.

یاده دې شي چې په دې پلاوي کې د ګڼو وزارتخونو او لویو ادارو مسوولینو برخه اخیستې وه.

اړوند خبرونه