د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور اميد راډيو ته ويلي، چې د پکتيا د مچلغو بند د جوړېدو نيمګړې چارې به پيل شي.
ښاغلي منصور د اميد راډيو خبريال ته دا هم ويلي، چې د ياد بند لپاره بوديجه منظوره شوې او ترڅنګ به يې دې ولايت کې ځينې نورې بنسټېزې پروژې هم پلي شي.
د معلوماتو له مخې، د مچلغو بند دېرش سلنه چارې ترسره شوې او په جوړېدو سره به يې ۲۳۰۰ جريب ځمکه خړوبه او ۸۰۰ کيلوواټه برېښنا به هم توليد کړي.
د مچغلو اوسیدونکی حاجي معروف څرګندوي: “د مچلغو بند چارې ۵۰سلنه ترسره شوې او که دغه بند جوړ شي، په دې ولایت کې به د برښنا د تولید او کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو ستونزه هواره شي. “
په ورته مهال، د دې بند امنيتي مسوولينو هم د بند د چارو د څارنې او امنيت ساتلو په برخه کې بشپړ ډاډ ورکړی دی.
د يادونې وړ ده، دغه بند د پکتيا ولايت په ختيځه برخه احمدابا ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې د جوړېدو چارې یې پخوا د نړيوال بانک د ۲۲ میلیون ډالرو په مالي ملاتړ پيل شوې وې؛ چې بيا يې کارونه تر ننه نیمګړي پاتې دي.