ډېر لوستل شوي

نورالدین عزیزي او مله پلاوي له سوهار نړیوال بانک مسوولینو سره کتلي

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او مله افغان پلاوي د عمان هېواد د سوهار نړیوال بانک له یوه پلاوي سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د بانکي ننګونو پر حل او دواړو هېوادو ترمنځ د مالي او بانکي همکاریو پر پیاوړتیا بحث او د اندونو تبادله شوې ده.

یاده دې شي چې په دې وروستیو کې د کابل او مسقط ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې پراخې شوي دي.

اړوند خبرونه