ډېر لوستل شوي

ټرمپ: که له ايران سره مذاکرات ناکام شول پوځي اقدام مې انتخاب دی

د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که له ايران سره مذاکرات بريالي نه‌شي؛ نو د پوځي اقدام انتخاب به د مېز پر سر وي.

نوموړي تېره ورځ په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته د وينا پر مهال زياته کړې، چې په دې اقدام کې به د اسراييلو صهيونېست رژيم ښکېل وي او دوی به يې مشري کوي.

ډونالډ ټرمپ له ایران سره د مذاکراتو د پای ته رسېدو ټاکلی وخت نه دی روښانه کړی؛ خو په وينا يې، چې تر مذاکراتو وروسته به هرڅه روښانه شي.

اړوند خبرونه