د کونړ د چپې درې ولسوالۍ ګلسلک د سيوري غاړې کلي کې د غر ښويېدنې له امله شپږ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ياد ولايت د امنيه قومانداني وياند فريد دهقان وايي، په دې پېښه کې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي او دغه راز يو کور په بشپړ توګه له منځه تللی دی.
د نوموړي په وينا، چې د پېښې ټپيان د کونړ مرکزي اسداباد روغتون ته د درملنې په پار لېږل شوي دي.