د کونړ د امنیه قومندانۍ د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ویلي چې ددې ولایت په څوکۍ او مرورې ولسوالیو کې یې د نشه یي توکو د پلور پر تور دوه – دوه تنه نیولي دي.
دا کسان له ۳۴ کیلوګرامه چرسو سره یوځای نیول شوي دي.
د کونړ امنیه قومندانۍ ویلي چې دا کسان یې د لا ډېرې پلټنې په موخه عدلیي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندلي دي.