ډېر لوستل شوي

افغان او ایراني چارواکو د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا ټینګار کړی

د هرات والي شيخ مولانا اسلام‌جار د ايران د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي مرستيال رسول مهاجر په مشرۍ له يوه پلاوي سره کتلي دي.

د ياد ولايت مقام د رسنيو دفتر وايي، په دې ليدنه کې دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پراختيا په تړاو خبرې شوې دي.

د هرات والي د ایرانی پلاوي له سفره هرکلی کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراخېدو هڅې یې ستايلې دي. ښاغلي اسلام‌جار دغه راز د همکاریو پر ډېروالي، د سوداګریزو چارو د لا آسانتیا، د اورګاډي له پټلۍ څخه د لا ډېرې ګټې اخېستنې، د ترانسپورټي ستونزو حل او د کډوالو د ویزې ستونزو په هوارۍ ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه