يو شمېر ډيپلوماټانو له رويټرز سره په خبرو کې ويلي، چې د واشنګټن او اروپا ترمنځ بېباورۍ پر ايران د پوځي اقدام امکان ډېر کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي هوکړې پر سر مذاکرات راتلونکې شنبه په عمان کې پيل شي، چې د واشنګټن دا پرېکړه له خپلو اروپايي ملګرو، په ځانګړي ډول بریتانیا، فرانسه او جرمني سره یې همغږي نه ده کړې؛ له سختو نیوکو سره مخ شوې ده. د امریکا د یهودانو د ملي امنیت انسټېټیوټ شنونکي بلېز مېشل ټینګار کړی، چې د همغږۍ نشتوالی به پر تهران د لویدیځ ګډ فشار له لاسه ورکړي او دغه رار به پوځي جګړې ته لار هواره کړي.