د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظهالله د پکتيا ولايت له والي ملا مهرالله حماد، د علماوو شوار له رييس، د دې ولايت له امنيه قوماندان، د استخباراتو له رييس او د ياد ولايت د ټولو امارتي ادارو له مسوولينو سره کتلي دي.
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې عاليقدر اميرالمؤمنين حفظهالله د ياد ولايت د مسوولينو فعاليتونه ستايلي او زياته کړې يې ده، چې مسوولين دې خپل مسووليتونو ته ښه متوجه واوسي او دغه راز يې د اسلامي او شرعي احکامو پر نافذېدو ټينګار کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظهالله په دې کتنه کې پر ښه همغږۍ او د مسوولينو پر اطاعت هم ټينګار کړی دی. ياده دې وي، چې عاليقدر اميرالمؤمنين حفظهالله د دې ولايت مسوولينو ته سپارښتنې کړې، چې د ولسونو د ستونزو په حل او د خلکو ترمنځ د دښمنيو، اختلافاتو او قومي تعصباتو په ختمولو او ښه امنیت په راوستلو کې پوره هڅې وکړي.