ډېر لوستل شوي

د کندهار په معروف کې د سامي سړک د جوړېدو چارې پيلېږي

د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظه‌الله په هدايت د کندهار ولايت د معروف ولسوالۍ اړوند د سامي کلي سړک د ۱۵ ميليونه افغانيو په ارزښت جوړېږي.

د کندهار مقام د رسنيو دفتر وايي، چې د سويل لويديځ زون په کچه د ټولګټو وزارت د پروژو تخنيکي مسوول انجنير خوشيوال، د دې ولايت اړوند رييس ملا عزیزا‌لرحمن شریف او مل پلاوي يې له دې سړک څخه ليدنه کړې او چارې به يې ډېر ژر پيل شي.

د انجنير خوشيوال په وينا، دغه سړک د ۱۸.۵  کیلو متره په اوږدوالي په معیاري توګه جغل اندازي کیږي، چې په خبره يې ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. د ويلو ده، چي د دې لارې په جوړېدو سره به ګڼ کلي د معروف ولسوالۍ له مرکز سره ونښلولي او خلکو ته به په دې برخه کې ګڼې اسانتياوې رامنځته شي.

اړوند خبرونه