د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال مولوي عبدالولي حقاني او مل تخنيکي ټيم تورخم ته د خپل سفر په ترڅ کې له روغتيايي مرکزونو او خدمتونو څارنه کړې ده.
ياد وزارت وايي، چې ښاغلي حقاني روغتيايي کارکوونکو ته د خدمتونو د لا ښه والي او پراختيا په تړاو لازمې سپارښتنې کړې دي.
د معلوماتو له مخې، چې په تورخم کې د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره ۹ روغتيايي مرکزونه او په ټولو اړينو وسايلو سمبال يو ۲۰ بستريز روغتون فعال او دغه راز شاوخوا ۱۵ امبولانسونه په مهمو برخو کې ځای پر ځای شوي دي. د يادونې وړ ده، چې د دې وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو له مرستيال سره د دې څارنې پر مهال د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رييس ډاکټر وحدت الکوزي او د ننګرهار د عامې روغتیا رييس مولوي امین الله شریف هم ملتيا کوله.