ډېر لوستل شوي

يو خصوصی شرکت له راستنېدونکو کډوالو سره ۳۰۰ کارتنه سیروم مرسته وکړه

د اقتصاد وزارت وايي، چې د درمل جوړولو يو خصوصي شرکت د مرستو راخپلولو له کمېټې سره په همغږۍ په تورخم کې راستنېدونکو کډوالو لپاره ۳۰۰ کارتنه د سيروم مرسته لېږدوي.

ياد وزارت د دې خصوصي شرکت له مسوولينو مننه کړې او له ټولو توليدي او سوداګريزو شرکتونو، ټولنو، خيريه بنسټونو او له هېوادوالو غوښتي، چې له راستنو شويو افغان کډوالو سره د امکان تر کچې مرستې وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت چارواکو هېواد ته د راستنو شويو افغان کډوالو په بهير کې د ښه مديريت په موخه ډاډ څرګند کړی دی.

اړوند خبرونه