ډېر لوستل شوي

په نيمروز کې پر يو قاتل د قصاص حکم تطبيق شو

د اسلامي امارت سترې محکمې د نيمروز زرنج ښار د شهيد حقاني ورزشي سټېډيوم کې پر يو قاتل د قصاص حکم له تطبيق کېدو خبر ورکړی دی.

يادې محکمې ويلي، چې دغه شخص د یو بې‌ګناه انسان د وژنې له امله په مرګ محکوم شوی دی.

ياده موضوع د سترې محکمې د درې ګونو محاکمو (ابتدايې تميز او مرافيعي) له لوري دقيق څيړل شوې او د قصاص حکم پرې صادر شوی و. د قصاص تطبیق د اسلامي شریعت حکم دی، چې موخه یې د ټولنې لپاره عدالت ساتنه، د ظلم مخنیوی او د جرمونو کچه راټیټول دي.

اړوند خبرونه