د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، د دې وزارت لومړي مرستیال محمد نبي عمري او د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان په ملتیا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي.
دې کتنه یادو لوړپوړو چارواکو د هېواد پر وروستیو بدلونونو او د راستنېدونکو کډوالو لړۍ ته پر چمتووالي خبرې اترې شوي دي.
دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي، چې په ټولو ولایتونو او بندرونو کې د کډوالو لپاره اړین چمتوالی نیول شوی او له ولسونو، شتمنو هېوادوالو او امنیتي ادارو غوښتل شوي چې له راستنېدونکو سره تر خپلې وسې مرستې وکړي.
یاده دې شي چې افغان حکومت د کډوالو نوې څپې ته اړین تدابیر نیولي دي.