د امریکا د متحده ايالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو وټکاف د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په تړاو لیدنه کړې ده.
د رويټرز د راپور له مخې، ښاغلي پوتین د روسيې په سنپېټرزبورګ ښار کې د ټرمپ له استازي تود هرکلی کړی او دواړو لوريو څلور ساعته خبرې کړې دي.
د کرملین ماڼۍ له دې لیدنې وروسته په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په خبرو کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو اړخونه تر بحث لاندې نیول شوي دي.
دا په داسې مهال ده، چې د ټرمپ د دویم ځل واک ته په رسېدو دا درېیم ځل دی چې د امریکا یو ډیپلوماتيک پلاوی د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو په موخه له کرملین سره مخامخ لیدنه کوي.