په اسلاماباد کې افغان سفير سردار احمد شکیب په پاکستان کې د بنګلهدېش له سفير اقبال حسین خان سره کتلي دي.
په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، چې دواړو لوريو پر اړيکو، مذهبي او تاريخي ګډو ارزښتونو، اقتصادي اړيکو او دغه راز د حقوقي مسائلو په تړاو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د افغان او بنګلهدېشي وګړو لپاره د ویزو ورکړې په اړه هم خبرې شوې دي. یاده دې وي، چې د اسلامي امارت ډیپلوماټیکې هڅې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا په موخه هره ورځ دوام لري.