ډېر لوستل شوي

د اوبو په مدیریت کې د پام وړ پرمختګ؛ په یوه کال کې د پنځو بندونو چارې ګټې اخېستنې ته سپارل شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت په تېر يو کال کې د اوبو مديريت او د برېښنا توليد په برخه کې يو شمېر مهمې ملي پروژې بشپړې کړې او د ځينو نورو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د رياست‌الوزرا اقتصادي معاونيت وايي، چې ياد وزارت په دې موده کې د شاه او عروس بند، عمري بند، د کمال خان بند درېيم فاز او د سرخاب ذخيروي بند چارې ګټې اخېستنې ته سپارلي دي.

د ياد معاونيت د معلوماتو له مخې، د پلتونې بند، د بخش‌اباد بند او د پاشدان بند د پروژو چارې دوام لري، چې په راتلونکې کې به يې چارې بشپړ شي.

اقتصادي معاونيت دغه راز ويلي، په دې لړ کې په بېلابېلو ولايتونو کې ۱۳۰ د اوبو د کوچنيو او لویو چک‌ډيمونو چارې هم بشپړې شوې دي.

اسلامي امارت د تېرو کلونو په پرتله د اوبو د ذخيرې، تنظیم او تولیدي استفادې په موخه د بندونو، چک‌ډيمونو او ذخيروي پروژو د پراختیا لپاره پراخ پلانونه پلي کړي دي.

اړوند خبرونه