ډېر لوستل شوي

د وسپنې پټلۍ په مټ هېواد ته د خوراکي توکو د نوې جوپې رارسېدنه

د هرات ځایي مسوولینو ویلي چې د هرات – خواف وسپنې پټلۍ له لارې د خوراکي توکو یوه نوې جوپه هېواد ته رارسېدلې ده.

د هرات د مقام رسنیز دفتر ویلي چې ددې جوپې په ۱۳ واګونو کې سویا بار وه، چې تازه هرات ته رارسېدلې.

دغه دفتر د هرات – خواف وسپنې کرښه د هېواد لپاره (حیاتي رګ) بللی او زیاته کړې یې ده، چې هره ورځ د دې وسپنیزې کرښې له لارې سلګونه  خوراکي او ناخوراکي توکي هېواد ته واردېږي.

یاده دې شي چې په دې وروستیو کې د وسپنې پټلیو له لارې صادراتو او وادراتو ته پاملرنه زیاته شوې.

اړوند خبرونه