د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د لغمان په عليشنګ او بادپښ ولسواليو کې د ۲۷۸ ميليونه افغانيو په لګښت د ۲۴۴ پراختيايي پروژو د چارو له بشپړېدو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت وايي، چې دغه پروژې د يوې غونډې په ترڅ کې د سرپرست وزير ملا محمد يونس اخوندزاده او مل پلاوي له لوري ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
په دې غونډه کې ښاغلي اخوندزاده ويلي، چې اړوند مسوولين هڅه کوي ترڅو کلیوالو ته د لا ډیرو اسانتیاوو برابرولو په موخه پراختیایي پروژې پلي او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وشي.
د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جغل اچول، د کرنیزو کانالونو جوړول او پاکول، د پليلارو، محافظوي دیوالونو، پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي. د ويلو ده، چې په دغو پروژو کې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې په اړوندو برخو کې د نوموړیو ولسوالیو د اوسیدونکو ستونزې هوارې شوې.