ډېر لوستل شوي

ستره محکمه: هېڅ بهرنی لوری زموږ په شریعت، دین او قضا کې د لاسوهنې حق‌ نه‌لري

سترې محکمې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو څانګې وروستۍ څرګندونې چې ګواکې قصاص د انساني کرامت خلاف کړنه ده؛ یو هېښوونکی او ظالمانه دریځ بللی دی.

سترې محکمې په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې پر څلورو قاتلینو د قصاص حکم تطبیق ته په اشارې ویلي، چې دا حکم د وارثینو د حق اعادې، د ټولنې اصلاح، د عدالت پلی‌کېدو او د جرمونو د مخنیوي په پار شوی دی.

اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د دغه ډول احکامو تطبیق د دین، شرعي نظام او زموږ د ولس غوښتنه ده او هیڅ بهرنی لوری زموږ په دین او قضاء کې د لاسوهنې حق نه لري.

یاده دې شي چې د سترې محکمې د حکم له مخې تېره ورځ په ۳ ولایتونو کې ۴ تنه قصاس شول.

اړوند خبرونه