ډېر لوستل شوي

ټولګټو وزارت: د تاله او برفک ولسوالۍ لاره پرانېستل شوې

د ټولګټو وزارت مسوولینو ویلي چې د تاله او برفک لاره چې دوې ورځې وړاندې تړل شوې وه، د ټرافیکو پرمخ بېرته پرانېستل شوې.

دا لاره د بغلان ـ بامیانو پر لویې لارې پرته ده چې د سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله تړل شوې وه.

د بغلان ټولګټو ریاست مسوولینو ویلي چې تخنیکي ډلګۍ پر وخت سیمې ته رسېدلي او د سړک پاک کاري یې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټولګټو سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني، ټولو ولایتي ریاستونو ته لارښوونه کړې ده، چې د سړکونو د خلاصون او د هېوادوالو د هوسا تګ-راتګ په موخه پراخې او جدي هڅې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د وروستیو سیلابونو له امله، نه یوازې د تاله او برفک ولسوالۍ د سړک ځینې برخې؛ بلکې د تخار – بدخشان سړک ځینې برخې هم زیانمنې شوې دي.

اړوند خبرونه