د کور او ښار جوړولو وزارت تخنيکي ټيم په لغمان کې ۱ زر او ۵۰ جريبه ځمکه سروې کړې ده.
د ياد وزارت د سروې او “جيایاېس” رياست رييس حافظ انجنير محمد يوسف لطيف ويلي، چې په دې ولايت کې يې د کډوالو په پار د کافر ګله استوګنيز ښارګوټي توپوګرافي سروې کړې ده.
وزارت د دې سروې موخه په ياده سيمه کې د جبري بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د ښارګوټي جوړېدل ښودلي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په وينا، چې له ګاونډیو هېوادونو د اجباري بېرته راستنېدونکو اړمنو کورنیو لپاره به منظم ښارګوټي نمره کړي او د ورسپارل شوي لېست له مخې به دغه نمرې ووېشي.