د ترهګرۍ په وړاندې د نورستان امنيې قوماندانۍ د مبارزې مديريت مسوولينو په مرکز پارون سربېره وانت او واما ولسواليو کې نهه ميله بېلابېل ډوله وسلې ضبط کړې دي.
د يادې قومانداني د رسنيو دفتر ويلي، چې په دې وسلو کې ۴ ميله هنګري کلاشينکوفونه، ۳ ميله اېم ۱۶، يو ميل کلاشينکوف او يوه تفنګچه شامله ده.
د مسوولينو په وينا، دغه وسلې د تېرې ادارې له نظاميانو چې په کورونو کې يې په غيرقانوني توګه ساتلې ضبط شوې دي.
په ورته مهال د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال مفتي محمد يوسف جمالزي د بيتالمال وسلې په راټولو ټینګار کړی او زياته کړې يې ده، چې راټولې شوې وسلې دې په شفافه توګه د تخنيک امريت ته وسپارل شي. ياده دې وي، چې نیول شوي وسلې نن د نورستان امنیه قوماندان په شتون کې د امنیه قومندانۍ تخنیک امریت ته وسپارل شوې.