د بغلان د نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت پولیسو له پلخمري ښار او د جلګې ولسوالۍ له بېلابېلو برخو ۲۰ روږدي راټول کړي دي.
د بغلان ولایتي مسوولینو ویلي چې دا کسان یې د درملنې په پار د نشه یي توکو د درملنې پنډغالو ته ورپېژندلي دي.
د بغلان د امنیه قومانداني د نشه یي توکو سره د مبارزې مسوول ویلي چې دا روږدي به د ۹۰ ورځو په پار په دې پنډغالو کې بستر وي او تر بشپړې رغېدنې وروسته به خپلو کورنیو ته ورستانه شي.
یاده دې شي چې په دې وروستیو کې دې ولایت کې د ښځو او ماشومانو معتادینو په پار هم یو روغتون جوړ شوی.