عدلیې وزرات د معاملاتو لارښوونې دفترونو او د جایدادونو له مسوولینو غوښتي چې له راستنو شویو کډوالو سره د کورونو د کرایې ورکړې په برخه کې هراړخیزه همکاري وکړي.
دې وزارت ویلي چې هېڅوک دې له واقعي بیې پورته کورونه په کرایه نه ورکوي او نه دې هم کمېشن اخیستل کیږي.
عدلیې وزارت په یوې اعلامیې کې له هېوادالو غوښتي چې د نویو راستنوشویو هېوادونو لاسنیوی دې وشي او په هره برخه کې دې ورسره همکاري وشي.
په اعلامیه کې راغلي چې د جایدادنو مالکین دې راستنو شویو افغانانو ته خپل جایدادونه په مناسبه بیه په کرایه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د کورونو کرایې لوړې شوي او کرایې کورونه په ستونزو پیدا کیږي.
یاده دې شي چې اسلامي امارت د راستنېدونکو هېوادوالو د هوساینې په پار له هېڅ هڅې درېغ نه دی کړی.