د هرات والي شيخ مولانا اسلامجار د بهرنيو چارو وزارت د استازولۍ مرستيال او د دې ولايت د عامې روغتيا د رييس په ملتيا د ملګرو ملتونو UNOPS ادارې د بنسټيزو اړتياوو د پروژې له رييس پاولو زورزولي سره کتلي دي.
د ياد ولايت مقام وياند مفتي محمد يوسف سعيدي ويلي، په دې ليدنه کې د نويو پروژو د تخنيکي سروې او د هغوی د پليکېدو پر څرنګوالي په ځانګړې توګه د زيانمنو شويو ولسواليو سره د همکاريو په تړاو خبرې شوې دي. شيخ مولانا اسلامجار د يادې ادارې له تېرو فعاليتونو مننه کړې او دغه راز يې په اړينو سيمو کې د نويو پروژو پر پليکېدو ټينګار کړی دی.