امریکا له چین څخه د ځېرکو ټليفونونو، کمپیوټرونو او د ځینو برېښنایي تجهیزاتو د وارداتو په برخه کې ۱۲۵ سلنه تعرفې معاف کړې.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ويلي، چې دا معافیت یوازې د ټرمپ په غچ اخېستونکي تعرفو کې پلي کېږي. د امريکا دغه تعرفې په داسې مهال معاف کېږي، چې وړمه ورځ چين پر امريکايي توکو خپلې تعرفي ۱۲۵ ته لوړې کړې.