د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت سرپرست محمد زبير ودان تېره ورځ د ترکيې د ۱۸ ولايتونو له افغان زدهکړيالانو سره ناسته کړې ده.
ياد سفارت وايي، په دې ناسته کې د افغان زدهکړيالانو وضعیت، اقامت او دغه راز د دوی د فرهنګي فعاليتونو په تړاو خبرې شوې دي.
په دې ناسته کې ښاغلي ودان د کوربه هېواد په همغږۍ افغان زدهکړيالانو ته د هر ډول همکاريو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی. ياده دې وي، چې په بهرنيو هېوادونو کې د اسلامي امارت استازي وخت نا وخت له مېشتو افغانانو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه کتنې کوي.