ډېر لوستل شوي

د امریکا او ايران ترمنځ شوې خبرې اترې مهمې، جدي او غوره وبلل شوې

اکسيوس د خپلو سرچينو په حواله ويلي، چې د امريکا او ايران ترمنځ د خبرو اترو دويم پړاو به د شنبې په ورځ په روم کې وشي.

دغې سرچينې په عمان کې د امريکا متحده ايالتونو د ولسمشر د ځانګړي استازي سټيو ويټکاف او د ايران د بهرنيو چارو د وزير عباس عراقچي ترمنځ خبرې اترې مهمې، جدي او غوره بللې دي.

داسې هم ويل شوي، چې ايران بايد د اټومي وسلو له ترلاسه کولو ډډه وکړي.

دا په داسې مهال ده چې تر دې وړاندې ويل شوي و، که د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ ناسته د پايلې وړ وي؛ نو د مذاکراتو دغه لړۍ به دوام پيدا کړي.

اړوند خبرونه