د پولیسو ځانګړو ځواکونو د انسان تښتوونکو د یوه ګروپ ټول غړي نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي.
ملا حمدالله فطرت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دې انسان تښتوونکو د حاجي انور په نوم یو تن هم یرغمل کړی و او له کورنۍ یې د یو میلیون ډالرو غوښتنه کېده.
ښاغلی فطرت زیاتوي چې حاجي انور روغ رمټ د خپلې کورنۍ غېږ ته ستون شوی.
ویل کیږي چې دغه ګروپ د جنایي څېړنو د ریاست په همکارۍ نیول شوی دی.
یاده دې شي چې دا ډلګۍ د انسان تښتوونې سربېره پر نورو جنایي پېښو هم ککړه ده.