ډېر لوستل شوي

د ماشومانو د ژغورنې لپاره مهم ګام؛ غزنې کې د درنو او سپکو وسلو مرمۍ خوندي له منځه یووړل شوې

د غزني امنيه قومانداني د رسنيو دفتر د زړو سپکو او درنو وسلو د مرميو له منځه وړلو خبر ورکړی دی.

ياد دفتر وايي، چې د دې قومانداني د انجنيري مسلکي ټيم د کوشک په سيمه کې دوه د هاوان او ۲۲ د اګايز نا چاوده زړې مرمۍ له منځه وړې دي.

د غزني امنيتي ځواکونو له ټولو ولسونو غوښتنه کړې، چې د نا چاوده توکو په ليدو دې نږدې امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چي دوه ورځي وړاندي په اندړو ولسوالي کې يوې نا چاوده مرمۍ دوه تنکي ماشومان ټپيان کړي دي.

اړوند خبرونه