د ریيسالوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې په نولسمه غونډه کې د کډوالو عالي کميسيون ته دنده سپارل شوې، تر څو په هغو ولايتونو کې چې د کډوالو لپاره پکې د ځمکو ارزونه شوې؛ اړمنو هېوادوالو ته پکې د ځمکو وېش پیل کړي.
د کابینې دې غونډه کې د ياد کميسيون ټولو کمېټو ته سپارښتنه شوې چې د کډوالو اړوندو چارو ته بشپړه پاملرنه وکړي او خپلې دندې په پوره اخلاص ترسره کړي.
دغه راز دې غونډه کې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ته دنده سپارل شوې چې ایران کې د میشتو افغانانو د هویت د تثبيت لپاره یوه مسلکي ډلګۍ یاد هېواد ته واستوي.
یاده دې شي چې د اسلامي امارت لوړپوړو مسوولینو د کډوالو اړوندو چارو ته پوره پاملرنه کړې ده.