د کورنيو چارو وزارت د تاميناتي چارو مرستيال مولوي عبدالله مختار شمال زون ته د رسمي سفر په لړ کې له پروان، بغلان او کندز وروسته تخار ولايت ته سفر کړی دی.
د ياد وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع وايي، ښاغلي مختار د دې سفر په ترڅ کې د تخار له والي مولوي سميعالله حزبالله او د امنيه قوماندان مولوي عبدالعلي ملا اغا ترڅنګ د دې ولايت د قومانداني له تعميراتي او لوژستيکي برخو هم ليدنه کړې ده.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال د ځايي مسوولينو هڅې ستايلي او دغه راز يې د يادې قوماندانۍ د شته اړتياوو د پوره کولو په موخه د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې ده.