ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې نویو راستنوشویو هېوادوالو ته ۵۲ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

د ننګرهار د تورخم په عمري پنډغالي کې پر ۷۱۰۰ کورنیو ۵۲ میلیونه افغانۍ وېشل شوي دي.

دا افغانۍ د مالیې وزارت له لوري د کوچني اختر له څلورمې راهیسې وېشل شوي دي.

تورخم کې مسوولینو ویلي چې د اسلامي امارت له لوري هرې کورنۍ ته دوه زره افغانۍ او د هغو کورنیو چې غړي یې له څلورو زیات وو؛ لس ـ زره افغانۍ ورکول شوي.

همدارنګه له دې کورنیو سره د خوړو نړیوال سازمان او نورو بنسټونو له لوري هم د خوراکي او ناخوراکي توکو مرستې شوي دي.

د يادونې وړ ده چې ډيری راستنې شوې کورنۍ د هېواد بېلابېلو سيمو ته د ملي دفاع وزارت په لويو موټرونو کې تر خپلو سيمو رسول کيږي.

اړوند خبرونه