ډېر لوستل شوي

نيله باغ استوګنيزه پروژه؛ د ودانیزو چارو په پرمختګ کې د همکاریو ژمنه وشوه

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانيزو چارو او د برنامو د پراختيا مرستيال محمد اسماعيل فائز د نيله باغ استوګنيزې پروژې د ودانيزو چارو پر مخ وړونکي (اېم‌سي‌سي۱۹) ساختماني شرکت له رييس لي لونګ سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، چې د دې شرکت رييس د نيله باغ پروژې د ترسره شويو چارو او د شته ستونزو په حل کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دغه راز ښاغلي فائز د يادې پروژې ودانيزې چارې د قناعت وړ بللې او زياته کړې يې ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د دې پروژې د چارو په پرمختګ کې همکارۍ ته ژمن دی.

ياده دې وي، چې د نيله باغ په استوګنيزې پروژه کې د جومات، کلينيک او د ښوونځي پر اړتيا ټينګار شوی دی.

اړوند خبرونه