ډېر لوستل شوي

کندز کې د بېلابېلو وسلو مرمۍ نیول شوي

د کندز د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي چې ددې قومندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې منسوبیو دې ولایت کې د بېلابېلو وسلو ګڼې مرمۍ نیولي دي.

امنیه قومندانۍ وړاندې ویلي چې دا مرمۍ د یوه کشفي راپور پر بنسټ ددې ولایت په عسقلان سیمه کې نیول شوي دي.

ویل کیږي چې ددې وسلو په تړاو تر دې مهاله څوک نه دي نیول شوي.

یاده دې شي چې تر دې پخوا هم دې ولایت کې د امنیتي منسوبینو له لوري خپلسرې وسلې او مهمات ترلاسه شوي وو.

اړوند خبرونه